د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړیوال نندارتون «ایران اکسپو» کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړ.
یاد نندارتون چې د غویي له اتمې تر ۱۲مې نېټې پورې د پینځو ورځو لپاره دوام کوي، هر کال د نړۍ څهباندې ۱۰۰ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو کوربه وي.
په دې رسمي سفر کې د مولوي صدراعظم عثماني ملتیا، د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د کرنې او مالدارۍ مرستیال تخنیکي سلاکار خلیل نوراقا صافی او ځیني کورني او بهرني پانګهوال کوي.
کرنې وزارت وايي؛ د دې سفر موخه د ایران د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، له ایران مېشتو افغان سوداګرو سره د نظرونو تبادله او د دوی هڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د بهرنیو پانګهوالو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکتور وده، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د افغانستان د کرنې په برخه کې پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د لا زیاتو پانګونو د جلب لامل شي.