ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سوک وهنې نړیوالو او اسیايي سیالیو مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري هغه اووه تنه افغان سوک‌وهونکي ورزشکاران وستایل شول، چې د نړیوالو او اسیايي سیالیو په ترڅ کې یې درې د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

په دې ستاینغونډه کې د یاد ریاست د عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د المپیک کمېټې مرستیال باورخان هوتک، ورزشي مشاور قاري حیات‌الله رحماني، د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د بوکس فدراسیون مسولینو او مډال ګټونکو ورزشکارانو ګډون درلود.

غونډه کې مولوي احمدالله وثیق د ورزشکارانو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، د افغانستان د ورزش ادارې مشرتابه به د ورزشکارانو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي او د بهرنیو سیالیو لپاره به لا نور فرصتونه هم برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ چې د ورزش ریاست له دوامداره ملاتړ سره، افغان ورزشکارانو په دې وروستیو میاشتو کې بې‌سارې لاسته راوړنې لرلې دي.

ستاینغونډه کې پینځه هغه ورزشکاران چې د سریلانکا په کوربتوب د اسیا جام سیالیو کې یې درې د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي وو او همدارنګه دوه نور چې د ایران په کوربتوب د پهلوان پوريای ولي جام سیالیو کې یې دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي وو، وستایل شول.

د يادونې وړ ده، چې د سريلانکا په کوربتوب د سوک وهنې اسيا جام سياليو کې برخه اخيستونکي ورزشکاران تېره ورځ هېواد ته راستانه شول، چې د دې ادارې له لوري يې تود هرکلی وشو او نن يې د يو غونډې په ترڅ کې د دوی لاسته راوړنې وستایلې.