د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۹۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۷۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۵ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۲۸ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۴ کورنیو سره ټولې ۷۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۷۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، بیلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۶۴ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره ټولې ۵۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۵۳۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۰۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۶ کورنیو سره ټولې ۷۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۵۵ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۹۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲ تنه و، مرکز او ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶ کورنیو سره ټولې ۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵۸ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۴۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۷۷۵ کورنۍ او درې زره او ۱۹۷ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۰۹ کورنۍ او ۵۸۸ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۱۵ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۵۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۴۸ عددهدده

