ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۹۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۷۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۵ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۲۸ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۴ کورنیو سره ټولې ۷۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۷۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، بیلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۶۴ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره ټولې ۵۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۳۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۰۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۶ کورنیو سره ټولې  ۷۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۵۵ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۹۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲ تنه و، مرکز او ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶ کورنیو سره ټولې ۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵۸ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۴۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               ۷۷۵ کورنۍ او درې زره او ۱۹۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۱۰۹ کورنۍ او ۵۸۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۷۱۵ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۵۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:    ۴۴۸ عددهدده