ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د افغانستان بانک وایي، د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د دې بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي خالد د یاد انستیتوت د پرانیستلو پر مهال د مالي او بانکي سکټور د بیا رغونې او اسلامي کېدو په برخه کې د ظرفیت لوړونې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دې انستیتوت بنسټ ایښودنه د افغانستان بانک د یو هدفمند پلان برخه ده، چې موخه یې د بانکي او غیربانکي سکتور پیاوړتیا، د شریعت محوره بانکوالۍ پراختیا، د ځوانو استعدادونو موندنه او چمتو کول دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا انستیتوت به د دوامداره مسلکي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي، د بانکوالۍ نړیوال اصول به معرفي او پلي کړي او همداراز به د علمي څېړنو او پالیسیو ملاتړ وکړي.

صدیق الله خالد ویلي، چې د همغږۍ، مشارکت او شبکه‌سازۍ له لارې به ګډ مسوولیت ته وده ورکړي او د بانکي او غیربانکي سکټور د کارکوونکو لپاره به اړین مهارتونه او وړتیاوې برابرې کړي.

د مراسمو پر مهال د افغانستان د وړو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې (مسفا) او همداراز د افغانستان د بانکونو ټولنې استازو هم خبرې وکړې، دوی د انستیتوت پر بیا ځلي پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا اقدام به د هېواد د مالي او بانکي سکټور د مسلکي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه وي.

د یادونې وړ ده، چې د دې انستیتوت تر بیا ځلي پرانیستې وروسته لومړۍ دوره کې د سوداګریزو بانکونو، وړو مالي تمویلاتو، صرافانو او نورو اړوندو برخو کارکوونکو ته د یو روزنیز ورکشاپ په ترڅ  کې پیل شو، چې موخه یې د دوی ظرفیت لوړول، مالي پوهاوی ورکول، له نړیوالو مالي او بانکي معیارونو او نویو علمي میتودونو سره اشنا کول دي.