د افغانستان بانک وایي، د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د دې بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.
ښاغلي خالد د یاد انستیتوت د پرانیستلو پر مهال د مالي او بانکي سکټور د بیا رغونې او اسلامي کېدو په برخه کې د ظرفیت لوړونې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دې انستیتوت بنسټ ایښودنه د افغانستان بانک د یو هدفمند پلان برخه ده، چې موخه یې د بانکي او غیربانکي سکتور پیاوړتیا، د شریعت محوره بانکوالۍ پراختیا، د ځوانو استعدادونو موندنه او چمتو کول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا انستیتوت به د دوامداره مسلکي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي، د بانکوالۍ نړیوال اصول به معرفي او پلي کړي او همداراز به د علمي څېړنو او پالیسیو ملاتړ وکړي.
صدیق الله خالد ویلي، چې د همغږۍ، مشارکت او شبکهسازۍ له لارې به ګډ مسوولیت ته وده ورکړي او د بانکي او غیربانکي سکټور د کارکوونکو لپاره به اړین مهارتونه او وړتیاوې برابرې کړي.
د مراسمو پر مهال د افغانستان د وړو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې (مسفا) او همداراز د افغانستان د بانکونو ټولنې استازو هم خبرې وکړې، دوی د انستیتوت پر بیا ځلي پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا اقدام به د هېواد د مالي او بانکي سکټور د مسلکي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه وي.
د یادونې وړ ده، چې د دې انستیتوت تر بیا ځلي پرانیستې وروسته لومړۍ دوره کې د سوداګریزو بانکونو، وړو مالي تمویلاتو، صرافانو او نورو اړوندو برخو کارکوونکو ته د یو روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې پیل شو، چې موخه یې د دوی ظرفیت لوړول، مالي پوهاوی ورکول، له نړیوالو مالي او بانکي معیارونو او نویو علمي میتودونو سره اشنا کول دي.

