د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال او د افغانستان په چارو کې د ناروې له استازي پر البرت ایلساس سره په جلا جلا ناستو کې د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او دوهاړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي عزیزي له پر البرت ایلساس څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان د کانونو د ظرفیتونو په اړه څېړنه وکړي او په دې برخه کې د بهرنیو پانګوالو د جلب لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې کابل او استانبول کې د سوداګریزو مرکزونو د جوړولو او په دواړو هېوادونو کې د سوداګرۍ خونې د بنسټ ایښودو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترکیې سفیر ښاغلي عزیزي ته بلنه ورکړې، چې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) غونډه کې ګډون وکړي.
یاده غونډه به د روان میلادي کال د جون میاشتې په پای کې ترکیه کې ترسره شي.