ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امو دریا د نفتي حوزې تړون د ژمنو د سرغړونو له امله د افچین شرکت سره لغوه شو

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د امو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې سرغړونو له امله لغوه شو.

ښاغلي افغان زیاته کړې، چې د تړون د نقض د مواردو د ارزونې په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمېټې ګومارل شوې وې، چې د هغوی د ارزونو پایلې ښيي، آفچین شرکت څو څو ځله د تړون خلاف کړنې ترسره کړې او خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړي.

د همدې ارزونو پر بنسټ، د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د (۵۱۸۸) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د (۶۸۵۶) ګڼې حکم له مخې، یاد تړون لغوه شوی دی.

ښاغلی همایون وایي، چې د دې تړون او اړوندو اسنادو حقوقي ارزونه، د ساحې تخنیکي ارزونه او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو تصفیې لپاره به نړیوالو تجربه‌لروونکو مشورتي شرکتونو ته رسمي بلنه ورکړي، څو خپله لیوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.