ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ملي او نړیوالو موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له ۱۴ ملي او نړیوالو موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې یادو هوکړه لیکونو موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو سوداګریزو چارو اقتصادي پیاوړتیا، ظرفیت جوړونه، د کورنیو اقتصاد پراختیا او د تخنیکي متشبثینو د مهارتونو لوړول دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د یادو هوکړه لیکونو له مخې، ټاکل شوې موسسې به په ۱۱ ولایتونو کې د شاوخوا لس میلیونه، ۶۴۰ زره او ۱۴۸ امریکایي ډالرو په ارزښت بیلابیلې پروژې پلي کړي.

د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو له لارې به نږدې ۲۹ زره  کورنۍ په مستقیم ډول له اقتصادي ګټو برخمنې شي.