د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ نن د دې ادارې د مشرتابه او اتصالات مخابراتي شرکت د مسولینو ترمنځ د عمومي مالي ملاتړ د حقوقو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د یوه کال لپاره به د عملي کېدو وړ وي.
د یاد هوکړه لیک له مخې به دغه شرکت په روان کال کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ټولو راتلونکو نړیوالو سیالیو کې د مالي ملاتړ ترڅنګ د کورنیو سیالیو لپاره هم د افغانستان کرېکټ بورډ همکار وي.
په دې اړه د افغانستان کرېکټ بورډ په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه شوې وه، چې د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې له لوري پکې د دغې ادارې عمومي رییس میرویس اشرف او همدارنګه اجراییوي رییس نصیب خان او د یاد شرکت مسولینو ګډون درلود، چې په پایله کې پکې د عمومي ملاتړي نوی قرارداد د کرېکټ بورډ د اجراییوي رییس او د دې مخابراتي شرکت د حقوقي رییس سید خالد عزیز ترمنځ لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې د کرېکټ بورډ عمومي رییس له دې شرکت څخه د دوی د اوږدمهاله مالي ملاتړ لپاره مننه وکړه او زیاته یې کړه: ” دا هغه شرکت دی چې د افغان کرېکټ د پیل له ورځو راهیسې افغان کرېکټ بورډ ته د مالي ملاتړ مټ ورکړی دی. “
نوموړي همداراز زیاته کړه؛ له کرېکټ څخه مالي ملاتړ ډېر اړین وي، مالي ملاتړ د ورزش او لوبو په وده او پراختیا کې ځانګړی رول ادا کوي.
ښاغلي اشرف دغه راز له نورو ملي او نړیوالو شرکتونو غوښتنه کړې، چې د نورو شته فرصتونو په ترلاسه کولو کې ونډه واخلي او د افغانستان له کرېکټ بورډ سره ملګري شي.
باید وویل شي، چې د عمومي مالي ملاتړي حقوق څه موده وړاندې ازادې سیالۍ او اعلان ته وړاندې شوی و، چې د تدارکاتي پروسې له مخې یاد شوی مخابراتي شرکت ګټونکی وپيژندل شو او له مقدماتي پروسې وروسته نن ورسره رسما قرارداد لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده، چې دغه راز به د مالي ملاتړ په برخه کې د Powered By، Associate او Sleeve برخې مالي ملاتړ ګټونکي شرکتونه هم ډېر ژر اعلان او قراردادونه به ورسره لاسلیک شي.