ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران سفیر سره د مولوي امیرخان متقي کتنه؛ د کډوالو د ایستلو لپاره د یوه مېکانیزم پر جوړولو ټینګار وشوه

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

بهرنیو چارو وزارت وایي، دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو مسایلو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې وشوې.

د یاد وزارت په وینا، مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې د ګرمۍ په دې سخته څپه کې له ایران څخه په ډله‌ییزو توګه د افغان کډوالو پر ایستلو خواشیني وښوده او ټینګار یې وکړ، چې دغه موضوع دې له لوړو پوړو ایراني چارواکو سره شریکه او د ښه ګاونډیتوب له مخې باید د کډوالو راستنولو ته یو مېکانیزم جوړ شي.

ښاغلي متقي دغه راز د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند د سیمې په ګټه وګاڼه او ټینګار یې وکړ، چې په راتلونکې کې دی مسایل په داسې شکل مدیریت شي، چې د کړکېچ لامل نه شي.

ورته مهال د ایران سفیر ډاډ ورکړ، چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي او د ستونزو د حل برخه کې به یې جدي اقدام ترسره کړي.