ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي دفاع وزارت له قطعاتو څخه نږدې ۱۲۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۱۹۹ تنو منسوبینو د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د جګړه‌ییزو ځواکونو ښوونځي د SPG-9، هاوان، M2، کشف اراضۍ او M24 څانګو له درې میاشتنیو مسلکي زده‌کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال، مولوي باز محمد حمیدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو‌ زده‌کړو قوماندان، مولوي نصیب‌الله مدني او ګڼ شمیر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د اِعداد ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه:« چې له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه ترلاسه کړئ، د عصري وسلو، ټکنالوژۍ او تجهیزاتو کارول زده کړئ، تقوا غوره کړئ او د نبوي اخلاقو پر رڼا کې له ولسونو سره ښه چلند وکړئ.»

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو لپاره چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.