د افغانستان کرېکټبورډ مشرتابه په متحده عربي اماراتو کې له یو هندي شرکت سره د اې پي اېل بیا پیل لس کلن قرارداد لاسلیک کړ.
کرېکټبورډ ویلي، چې راتلونکې اګسټ میاشت کې د دې لیګ د ترسراوي ځای، نېټه او د لوبډلو مالکانو هویت به اعلان شي.
د افغانستان کرېکټ غوره لیګ لومړي پړاو په ۲۰۱۸ کال کې په متحده عربي اماراتو کې شوی و.
په لومړي پړاو کې د ځینو ستونزو او درغلیو له امله دغه لیګ تر ۷ نورو کلونو بیا پیل نه شو.
د دې لیګ په لومړي پړاو کې ۵ لوبډلو بلخ لیجنډز، کابل ځوانان، پکتیا پینټرز، کندهار نایټس او ننګرهار لیوپارډس لوبډلو ګډون در لود.
په لومړي پړاو کې یې بلخ لیجنډز لوبډلې د محمد نبي تر لوبډلمشرۍ لاندې اتلولي ګټلې وه.

