ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د روسیې لخوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

د چین د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاندې ماونېنګ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې څرګنده کړې، چین باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا پاتې نه شي.

نوموړې زیاته کړې، د وضعیت څرنګوالي ته له کتو پرته، د چین او افغانستان ډیپلوماټيکې اړیکې هیڅ کله هم نه دې پرې شوي.

د روسیې حکومت تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده، چې دا لوی اقدام د اسلامي امارت له‌خوا په تود هرکلي وستایل شو.