ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اذربایجان د باکو بندر له لارې د افغانستان سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره زمینه برابروي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اذربایجان هېواد د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي برادر اخوند د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې ولیدل او له اذربایجاني مسوولینو یې وغوښتل چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د باکو نړیوال بحري بندر او د اوسپنې پټلۍ مسوولینو ویلي، د دغه بندر له لارې چې د لاجوردو دهلیز په مسیر کې موقعیت لري، ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتو دي.

دوی همداراز د اوسپنې پټلۍ په واسطه د ایران له لارې روسیې ته هم د افغانستان د سوداګریزو توکو انتقالاتو ته چمتووالی وښود.

د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو ګډې تخنیکي کمېټې وټاکلې، څو د دغه بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزيټ د رامنځته کېدو په موخه موجود امکانات او ترانسپورټي لارې و ارزوي او د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یاده وړو وړ دی، چې د باکو نړیوال بحري بندر اوسمهال په کلني ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري، چې په راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنه توکو ته ورسېږي.