د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ تېرکال کې ۹۵۲ زره او ۵۸۹ تنه افغان کډوال له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي، کابو درې میلیونه او ۲۸۱ زره بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې.
مسولینو زیاته کړې، نېږدې درې زره افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او د بندیانو کمېسیون په همغږۍ او هڅو څه باندې زر تنه بندیان له ایران څخه هېواد ته انتقال شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د مسولینو په وینا، د تېرکال پر مهال ۱۶۰ زره داخلي بې ځایه شوي خپلو اصلي مېنو ته انتقال شوي او ۱۳ زره راستنېدونکو او بې ځایه شویو ته روزنیزو کورسونه تنظیم شوي دي.
مسولینو د معلوماتو له مخې، په ۲۱ ولایتونو کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره د موسسو په همکارۍ ۵۸ ژورې او نیمه ژورې څاګانې، ۶ د اوبو زېرمې، ۱۳ د اوبو رسولو شبکې، ۱۱ کیلومتره سړکونه، ۱۷۴ پلونه او پلچکونه، ۲ کلینیکونه، ۲ ښوونځي او ۲۱۰ متره استنادي دیوالونه جوړ شوي دي.
دغه راز مسولینو زیاته کړې، چې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو وضعیت ته د ښې رسېدنې په موخه له ۱۳۳ موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو د ۱۴۰۲ کال عمده پلانونه؛ د مرستو جلبولو په موخه له نړیوالو او ملي بنسټونو سره همغږي، د عمل پلان او ستراتېژۍ تصویب، په کور دننه او بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه او په دې موخه د غونډو ترسره کول او په داوطلبانه ډول د کډوالو او پناه غوښتونکو راستنېدو لپاره اسانتیاوې رامنځته کول یاد کړي دي.