ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت خلکو ته د غوره خدماتو پر چمتو کولو تمرکز کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمېر علماو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

علماو او قومي مشرانو په ننګرهار کې د اسلامي امارت مسولینو سره د خلکو پر همکارۍ خبرې کړي او ډاډ یې څرګند کړی، چې د یاد ولایت ټول مېشت قومونه له ځايي مسولینو سره د امنیت په ټینګښت کې همغږي دي. 

قومي مشرانو زیاته کړې، د ننګرهار په سرحدي سیمو کې خلک له بې وزلۍ سره مخ دي، حکومت، مرستندویه موسسې او خیریه بنسټونه دې له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

قومي مشرانو په یو شمېر سیمو کې د سړک د خرابوالي او د روغتیايي خدماتو ستونزې شریکې کړې او د مسولینو د پاملرنې غوښتنه یې کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، د جهاد په ټولو دورو کې د ننګرهار ولسونو د نورو افغانانو په څېر ډېرې قربانۍ ورکړې او د افغانستان په خپلواکۍ کې یې مهمه ونډه اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې، د هېواد د ابادۍ په بهیر کې اسلامي امارت د خلکو د ژوند د سطحې لوړولو ته جدي پاملرنه لري او خلکو ته د خدماتو پر چمتو کولو تمرکز کوي.

مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار علماوو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو حل ته به یې جدي پاملرنه وشي.