د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني بدخشان ته سفر کړی.
د یاد سفر پر مهال د بدخشان د مرافعه محکمې د رییس او قضایي غړو په ګډون د دغه ولایت د یو شمېر نورو محاکمو له مسولینو، د یاد ولایت له والي، د علماوو شورا له غړو او نورو ولایتي ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.
نوموړي د دې لیدنې پر مهال د قضا او افتا مسلک اړوند بشپړ معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې د محاکمو ټول مسولین او منسوبین دې د فیصلو په صادرولو کې د غور څخه کار واخلي.
شیخ عبدالحکیم حقاني زیاته کړې؛ قضا ډیر لوي مسولیت دی، باید په چارو کې یې ډېر کوښښ وشي.
د شیخ حقاني په وینا؛ قضایي مسولین باید صادره شوې فیصله محکوم او محکوم علیه دواړو ته ورکړي، ترڅو محکوم علیه یې له نورو علماوو سره شریکه کړي او د تهمت لګولو فرصت ونه لري.
ښاغلي حقاني د محاکمو مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې د مدعي او مدعي علیه ترمنځ سوله کوئ، خو خپله مصلحین مه جوړیږئ.
قاضي القضات سپارښتنه کړې، چې د دارالوکالوو ته د صورت دعوی صحیح طریقه ور زدهکړئ، ترڅو خلک د ناسمې صورت دعوې له امله په زحمت نه شي.
شیخ عبدالحکیم حقاني د بدخشان د محاکمو مسولینو ته په ټینګار سره ویلي، چې له مراجعینو او هېوادوالو سره د اسلامي شریعت او اصولو پر بنیاد ښه چلند وکړئ.