ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشیر کې د ۳۴ واټر شیډونو او چکډمونو چارې د څه باندې ۱۸۱ زره ډالرو په ارزښت پيل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وایي، چې په پنجشیر ولایت کې د ۳۴ واټر شیډونو او چکډمونو چارې د ۱۸۱ زره او ۵۹۲ ډالرو په ارزښت پيل شوي دي.

د واټر شیډونو او چکډمونو د پرانستې په مراسمو کې يې د پورتني پنجشیر- بازارک سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي فضل الله عادل، په یاد ولایت کې د ناروي کمېټې مسول او یو شمېر سیمه ییزو مسولینو ګډون کړی وو.

د یادو پروژو چارې، چې د دې ولایت په مرکز ، شتل، عنابه او رخه ولسوالیو کې د ناروي کمېټې په مالي ملاتړ د سیلابونو د مدیریت

او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مدیریت په موخه پلي کېږي.