د افغانستان بانک مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال ۴ میلیارده، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲ زره افغانۍ مندرس بانکنوټونه سوځول شوي او په مقابل کې یې ۴۱ میلیارده او ۵۱۲ نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي دي.
د ښاغلي خالد په خبره، په دې موده کې د برېښنایي تادیاتو ټولیز ارزښت ۲۵.۴۲ میلیارده افغانیو ته رسېده، چې د ۱۴۴۵ قمري کال په پرتله ۸۶ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د دې تر څنګ د تېر کال په اوږدو کې د مالي موسسو د برېښنايي تادیاتو په برخه کې څه باندې ۹ زره شکایتونه او قضيې له څېړنې وروسته حل شوې دي.
د دې تر څنګ د افغانستان بانک د متوازنو او معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د نوساناتو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت ساتلی دی.
د افغانستان بانک مسولینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، د وروستيو شمېرو پر بنسټ د پیسو کچه ۴۶۰.۳۵ میلیارډه او په بازار کې د ګرځېدونکو پیسو اندازه ۳۸۸.۰۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلې، چې دا اندازه د نقدینګۍ د حجم په برخه کې د مرکزي بانک د بريالي مدیریت ښکارندويي کوي.
دغهراز افغانستان بانک د ۱۴۴۶ سپوږمیز کال په اوږدو کې د انفلاسیون کچه په مطلوب حد کې ساتلې ده.
د مسولینو په خبره، د بانکونو د افغانيو له حسابونو څخه د پیسو اخیستلو کچه په اونۍ کې ۳۵۰ زره او په مياشت کې یو میلیون افغانيو، همداراز له ډالري حسابونو څخه د پیسو اخیستلو اندازه په اونۍ کې ۵ زره او په مياشت کې ١۵ زره ډالرو ته لوړه شوې ده.
مسولینو زیاته کړې، چې د بانکونو له لوري د مالي تمويلاتو وړاندې شوې کچه د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زياته شوې او د دې ترڅنګ تر ډېره بریده د پیسو د نړیوالو انتقالاتو په برخه کې شته ستونزې کمې شوي دي.
د دې تر څنګ د مالي خدماتو د روڼتیا او امنیت د تامين په موخه د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو فعاليتونه سيسټماټیک او میکانیزه شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ١۴۴٦ هـ ق کال تر پايه د صرافيو او مالي خدماتو شرکتونو د شركتي جوازونو شمېر ۱۳۱۲ او د ثبت شويو نمایندګیو شمېر ۱۲۴۱ ته رسېدلی دی.

