د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د پایپ جوړولو نوې صنعتي کارخونې، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په هڅو خپل فعالیت پیل کړ.
د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په یاد ولایت کې صنعت کارانو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شوې او دا مهال شاوخوا ۶۰ صنعتي کارخونې د بېلا بېلو توکو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.
د یاد ریاست مسولینو زیاته کړې، چې سوداګر او صنعت کارانو یې دې ته هڅولي څو دغه ولایت کې پانګونه وکړي او لا نورې تولیدي کارخونې هم فعالې کړي.
دوی ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به ځینې نورې تولیدي کارخونې هم فعالې شي.
د یادونې وړ ده، چې د پایپ جوړولو په دغه کارخونه کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

