د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، تېر کال په دې ولایت کې د انګورو د حاصلاتو کچه ۱۶۰ زره ټنو ته رسېدلې وه، خو سږ کال د اټکل له مخې دغه شمېر به ۱۸۰ زره ټنو ته لوړ شي.
د مسولینو په وینا، په هرات کې د انګورو بڼونو شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه نیولې ده.
دوی زیاتوي، چې له بڼوالو سره اړینې همکارۍ شوي، د بڼوالۍ نوي میتودونه عملي شوي او د انګورو بڼونه پراخ شوي، چې دا ټول عوامل د انګورو د حاصلاتو د ډېروالي لامل شوي دي.
بلخوا، کروندګر خوښ دي چې سږ کال یې د انګورو حاصلات ډېر شوی، خو وایي، د انګورو د ساتنې لپاره سړو خونو ته اړتیا لري، همدارنګه صادراتو ته جدي پاملرنه او بازارموندنه یې اساسي غوښتنې دي.
د یادونې وړ ده، چې په هرات ولایت کې د انګورو شاوخوا ۵۰ ډولونه موندل کېږي، چې لعل، کشمشي او فخري یې تر ټولو مشهور دي.

