د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کونړ له امنیه قومندان مولوي ضیالحق او د ننګرهار د استخباراتو له رییس قاري عابد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو امنیتي مسوولینو په کونړ او ننګرهار کې د کډوالو د وضعیت او امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی په ښه ډول شوی دی.
دوی زیاته کړې، امنیتي ادارې د راستنېدونکو هېوادوالو د سر او مال د ساتنې لپاره شپه ورځ کار کوي او هیڅوک له دې اړخه اندېښنه نلري.
مولوي عبدالکبیر، له یادو مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې ټولې ادارې دې د راستنېدونکو هېوادوالو پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې باید ټولو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو په همغږۍ اړینې مرستې راستنېدونکو هېوادوالو ته ورسول شي.

