ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر: اسلامي نظام د ټولو افغانانو لپاره د متوازنو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو او ځوانانو خپلې ستونزې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړي او په دې ولایت کې یې د خلکو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

دغه راز دوی د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر، له قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې اړونده ادارې به د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو لپاره په متوازنو خدماتو وړاندې کولو او عدالت باور لري او د پریان ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې به حل شي.