عدلیې وزارت وایي، چې د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د دغه ولایت په مرکز، میدان ښار کې «د شهرنو ښارګوټی» په نامه، د نږدې ۸۸۵ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده.
یاد وزارت زیاته کړې،چې دغه ځمکه د میدان وردګ ولایت په مرکز کې په څلورو کاستري قطعو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، پرېکړه وکړه چې د دې ځمکې ۸۷۳ جریبه، ۱۲ بسوې، اته بسواسې او یو متر مربع تر امارتي دعوا لاندې ده.
د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون مسوولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د یادونې وړه ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هییت هم لري چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

