د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په چنګاښ میاشت کې څلور زره او ۴۶ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼې غیر حضوري خدمتونه وړاندې کړي، چې له ډلې یې د یو زر او ۱۵۱ نویو کاغذي پېژندپاڼو او ۳۶۰ مثنی پېژندپاڼو وېش او دوه زره او ۵۳۵ نور یې اصلاحي خدمتونه دي.
له بل لوري دې ریاست په یاده موده کې په کابل ښار کې یو زر او ۵۴ هېوادوالو ته نوې او یو زر او ۳۳ کسانو ته مثنی کاغذي پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۱ زره او ۹۶۲ کسانو ته په حضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري او هېوادوالو ته د رڼو او چټکو خدمتونو وړاندېکولو ته ژمن دی.
تېره میاشت کې څهباندې څلور زره بهر مېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼې غیر حضوري خدمتونه وړاندې شوي

