د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زینالعابدین عابد هرات ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاشدان له بند څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي عابد په دې لیدنه کې د بند د چاپېریالي وضعیت ارزونه کړې او مسولینو ته یې د اوبو مدیریت، د بند د شاوخوا سیمو د زرغونتیا او د طبیعي منابعو د خوندي ساتلو په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې پاشدان بند نه یوازې د هرات خلکو ته د اوبو رسونې مهمه سرچینه ده، بلکې د سیمې د ایکوسیستم د ساتنې لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
دغهراز ملا زینالعابدین عابد، د بند د وضعیت د لا ښهوالي په موخه د یاد ولایت چاپېریال ساتنې ریاست ته د اړینو اقداماتو د ترسره کېدو سپارښتنې کړې دي.

