ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله کندهار کې د دینې علماوو یوه غونډه کې وینا کړې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کندهار ولایت په مقام کې د یاد ښار د ۱۵ حوزو د علماوو او خطیبانو په یوه غونډه کې ګډون او وینا کړې.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله علماوو په خطاب کې وویل: « تاسې د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله تر ټولو قدرمن بندګان همدا تاسو علماء کرام یاست، دا چې د علماوو مسوولیت خورا دروند دی، په کار ده، چې علماء کرام خپل مسوولیت په ښه توګه اداء کړي.»

د اسلامي امارت د مشرتابه په وینا:« په دې ناسته کې علماء کرامو ته زما توصیه داده چې خلکو ته د ترافیکي پېښو په هکله چې په دې وخت کې ډیرې پېښیږي او د خلکو ژوند اخلي، پوهاوی ورکړي، تر څو خلک پخپله د ځانونو د هلاکت سبب نشي او نه پخپله بې‌احتیاطۍ سره د نورو خلکو ژوند واخلي.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌‌الله تعالی زیاته کړې، په تېرو نظامونو کې غیرشرعي امورو وده کوله او خلک به د دین سره نا اشنا کیدل.

د اسلامي امارت زعیم په وینا:« هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه، د خلکو فکرونه او ذهنونه یې ور خراب کړي و، خلک یې دې ته هڅول، چې د دین او مذهب مقابله وکړي او د همدې لپاره یې ډېره پانګونه هم وکړه، د خلکو ذهنونه او فکرونه دومره خراب شوي وو، چې اوس شریعت ورته نابلده ښکاري.»

د اسلامي امارت زعیم زیاته کړې، چې «د دې ټولنې ټول ځوانان ماته داسې دي لکه خپل اولادونه، زه یې د اصلاح لپاره پوره کوښښ کوم او ان‌شاء‌الله په یاده برخه کې خپل مسولیت ادا کوم.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دغه راز ویلي، چې د اسلامي امارت ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه د شریعت مطابق دي او د شریعت په تطبیق او خلکو ته د علم او پوهې په ورکړه کې باید په ګډه کار وکړو.

د اسلامي امارت د زعیم په وینا، امربالمعروف او نهی عن‌المنکر د مسلمانانو او اسلامي نظام مهمه او مقدسه وظیفه ده او کومه ټولنه کې چې امربالمعروف او نهی عن المنکر نه وي هغه ټولنه له فساد او د الله تعالی له عذاب سره مخ وي.

ورته مهال ټولو علماوو یو ځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله سره خپل بیعت نوی کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړ کوي.

د یادونې وړ دی، چې په ياد غونډه کې د کندهار والي، د یاد ولایت مرستیال والي، د سویل غرب حوزې د تمیز رییس، د مرکزي دارالافتاء عمومي رییس، د جهادي مدارسو عمومي رییس ، د دیني خپرونو د کره کتنې رییس، د کندهار د امربالمعروف رییس، او د یاد ولایت د حج او اوقافو رییس هم شتون درلود.