ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه وشوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د ورسپارل شويو فعاليتونو په اړه د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې.

وروسته د عامې روغتيا وزارت او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون اړوند موضوعات او د فراه ولايت پر وړانديز بحث او هر اړخيزې ارزونې وشوې او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.