ملي دفاع وزارت وایي، چې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زدهکړو له قومندانۍ څخه ۳۲۶ تنه منسوبین فارغ شول.
د یاد وزارت په وینا، دا شمېر منسوبینو د توپچي، زرهدار، پياده، انجینري، مخابرې، حقوقو او کمپیوټر په برخو کې څلورنیمې میاشتي نظري او عملي زدهکړې کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي، په دې اړه جوړ شوي مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو ریاست رییس شیخ دادمحمد محمدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومانداني قوماندان مولوي نصیبالله مدني او ګن شمېر مسوولینو ګډون کړی و.
مسوولینو په خپلو خبرو کې د ملي اسلامي اردو ځواکونو په معیاري پوځي روزنه ټینګار کړې دی.
د یادو مسوولینو په وینا:« هڅه کوو چې منسوبین په پوځي او مسلکي زدهکړو سربېره په فکري او عقیدوي زده کړو هم سمبال کړو.»
همدا راز مسوولینو فارغانو ته په خپلو سپارښتنو کې وویل: «د الله تعالی د احکامو او اسلامي شریعت په رڼا کې اسلامي نظام ته مخلصانه خدمت وکړئ، له اختلاف او تعصب څخه ځانونه وساتئ او د ورورولۍ، همکارۍ او احترام پر بنسټ له ولسونو سره چلند وکړئ.»
په پای کې فارغانو ډاډ ورکړي، چې د سر او مال په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنه کوي.

