د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د شفاهي هدایت په اساس، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهيم صدر، زابل ولایت ته سفر وکړی.
کورنیو چارو وزارت وایي، د ترسره شوې سفر موخه د درېګونو نظامي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول، د مشرتابه د فرامینو، احکامو او هدایاتو د دقیق او مؤثر تطبیق ارزونه، او همداراز د اداري چارو او فعالیتونو اغېزناکه څارنه او ارزونه وه.
یاد وزارت زیاتوي، د يادونې وړ ده چې د امنيتي چارو ستر معين د سفرونه دغه لړۍ د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته ترسره شوي، چې بېلابېلو مهمو موضوعاتو باندې د جدي سپارښتنو سربېره د يونيفورم د اغوستنې په تړاو چې بايد د پوليس ځواکونه ټول سمبال په يونيفورم وي هر اړخيزې سپارښتنې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د امنیتي چارو ستر مرستیال تر دې مخکې بامیان، دایکندي، غور، هلمند، ارزګان او نیمروز ولایتونو ته هم سفر کړی و.

