ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی: مسوولین او غیر مسوولین دې په خپلو چارو کې له غفلت څخه ډډه وکړي

عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی په کندهار کې د پوهنې وزارت د مسولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي سمینار کې چې د پوهنې وزیر او یو شمېر نورو علماء کرامو هم پکې برخه اخیستې وه، د سیمینار ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مهمې توصیې کړې دي.

 په پیل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی د ټولو مسولینو د خدمتونو ستاینه کړې او د علم، تعلیم او تربیې د ارزښت او اړتیا په اړه یې د قرانکریم او حدیثونو په رڼا کې تفصیلي وینا کړې او ویلي یې دي، په دنیا کې د خیر منابع چې الله جل جلاله خیر ورته ویلي دي، عالم، متعلم او ذاکر دی او هغه څوک چې له دوی سره مرسته کوي، د هغه علم چې د الله پاک جل جلاله د معرفت، د دین او شریعت پیژندل پکې راځي، په قرانکریم او حدیثو کې یې مدحه او فضیلت بیان شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، علم او علماء د دنیا د بقا او د الله جل جلاله له عذابونو څخه د نجات ذریعه ده او د علم او عالم په برکت الله جل جلاله د ځمکې پرمخ فسادونه، بد اخلاقي او فحاشي ورک کړې دی.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته علم په افعالو او اعمالو سره ورښوده رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به صحابه کرامو ته کوم څه ورښودل، هغه به یې په عمل کولو سره ورښودل او بیا به یې ورته وفرمایل: لکه څنګه چې مو زه ولیدم، داسي عمل کوئ.

همداراز صحابه کرامو هم خلکو ته د علم ښودنه په عمل سره کوله او د خلکو د عقیدو او اخلاقو اصلاح یې ذهناً او فکراً کوله او د دوی عادات به یې جوړول.

ښاغلي امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی ویلي، انبیا کرامو علیهم الصلوة والسلام چې په کومه طریقه د خلکو لارښوونه کړې ده، علماء کرام دي هم په هغه ډول د خلکو لارښوونه وکړي.

 نوموړي زیاته کړې، علما کرام باید د انبیا کرامو علیهم الصلوة والسلام تقوا، صفتونه، خویونه، اخلاص، صبر او استقامت په ځان کې راولي او په عمل کې دې خلکو ته ښکاره کړي، تر څو خلک هم په دوی پسې اقتدا وکړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی د خپلې وینا په اخیر کې د سیمینار ګډونوالو ته له غفلت څخه د ځان ساتنې په اړه مهمې سپارښتنې کړي او ویلي یې دي، چې غفلت ډیر مهلک مرض دی، مسوولینو او غیر مسوولینو ته پکار دی چې په خپلو کارونو کې له غفلت څخه ځان وساتي.

دغه‌راز نوموړي د ښوونې او تربیې مسوولینو او استادانو ته یې په خطاب کې ویلي، پر طالبانو او شاګردانو رحم وکړئ، مراقبت یې وکړئ، شاګردان مه پریږدئ چې په عبثیاتو مشغول شي.

وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.