د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د شهیدانو شمېر ۶۱۰ او د ټپیانو شمېر بیا یو زر او ۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د ښاغلي قانع په وینا، چې دغې زلزلې ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.
همداراز نوموړي زیاته کړې، چې په ننګرهار ولايت کې ۱۲ تنه شهيدان، ۲۵۵ تنه ټپيان شوي او په لسګونو کورونه هم ویجاړ شوي دي.
په ورته مهال د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له لوري د اړوندو ولایتونو والیانو، امنیه قومندانانو، امنیتي او خدماتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي او پر خپل وخت زلزلهځپلو سره د مرستې او همکارۍ ترسره کولو برخه کې کوټلي او هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
د همدې پر بنسټ زموږ ټول امنیتي، خدماتي، صحي، ترانسپورتي، غذايي او اړوند ټیمونه خپلو مرستو ته چټکتیا ورکړي، ترڅو له زیانمنو شویو هېوادوالو سره هر اړخیزه او پوره مرسته وشي.
همدارنګه کابل کې د جاپان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې.
د دې سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې جاپان وضعیت څاري او د زلزله ځپلو ملاتړ ته چمتو دی.

