ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۷۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د وري مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳ زره او ۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷ زره او۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲ زره او ۹۵۲ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱ زره او ۱۹۲ ټنه او د خواف –هرات ۱۱۱ زره او ۸۴۸ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۷۳ زره او ۹۸۱ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په وري مياشت کې ۹۲۷۵ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه وچه میوه او دانارجوس دي.

ټولګټو وزارت په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.