په جاکارتا د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ، د اندونیزیا د خلکو د مشورتي شورا له مرستیال ډاکټرهدایت نور وحید سره لیدنه کړې.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو خبرې کړي.
مولوي سعدالله بلوچ ټینګار کړی، چې افغانستان له اندونیزیا سره د اړیکو او متقابلو همکاریو د لا پراختیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.
له بلې خوا، ډاکټر هدایت نور وحید هم د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د دوهاړخیزو خبرو او همکاریو د دوام هرکلی یې کړی دی.

