ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت ټینګښت او غوره خدمتونه د امارتي ادارو اساسي لومړیتوبونه دي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۹مه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د ننګرهار والي مولوي محمد نعیم اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو هم ګډون درلود.

پلاوي د ننګرهار د ځايي ادارو فعالیتونه له نږدې وڅېړل او اړوندو مسوولینو ته یې د خدمتونو د کیفیت لوړولو او د مراجعینو چارو ته د چټکې رسېدنې سپارښتنه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د امنیت ټینګښت، پر وخت د خدماتو وړاندې کول او له خلکو سره نېک چلند د امارتي ادارو له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او ټول مسولین باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

نوموړي همداراز په ختیځ زون کې د کډوالو وضعیت وارزاوه او د هغوی د دایمي مېشتېدنې بهیر یې له نږدې وڅېړه.

دغه‌راز ښاغلي حنفي په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو، د څښاک اوبو، د استوګنې د نمرو د وېش او د هغوی اړتیاوو ته د پر وخت رسېدنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

په پای کې، اداري مرستیال د کور او ښار جوړولو، ټولګټو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د استوګنې د نمرو د طرحو جوړول، د سړکونو رغول او د څښاک اوبو د څاګانو کیندلو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.