ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان اتلانو پاکستان ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

په روانو لوبو کې دا د افغان اتلانو دویمه پرله‌پسې بریا وه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ د ۶۵ او صدیق‌الله اتل د ۶۴ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

افغان اتلانو د ښې توپ‌اچونې پر مټ له ټاکل شوي هدف څخه دفاع وکړه او بریا یې پخپل نوم کړه.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، راشد خان، محمد نبي او نور احمد هر یوه دوې-دوې ویکټې واخیستې.

محمد نبي عیسی خیل د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په ۱۳۵مه پاڼۍ کې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې او دویم افغان لوبغاړی شو، چې دا ویاړ پر خپل نوم ثبتوي. له دې وړاندې راشد خان هم ۱۰۰ ویکټې پوره کړې وې.

ابراهیم ځدراڼ، چې په ۴۵ توپونو یې د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې پرمټ ۶۵ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ شل اوریزه لوبلړۍ په شارجه کې کېږي، چې تر دې مهاله یې افغانستان او پاکستان دوې-دوې لوبې ګټلې دي. متحده اماراتو بیا دواړه بایللې دي.

افغان ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه، خو په درېیمه لوبه کې یې بېرته بریا خپله کړه.

افغان اتلان به په خپله څلورمه سیالۍ کې د راتلونکې جمعې په ورځ له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.

په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې ټولې اووه لوبې کېږي. هره لوبډله به له یوه او بل سره دوې-دوې لوبې کوي او یوه به پایلوبه کېږي.