ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان اتلانو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په شل اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغان اتلانو د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۷۱ هدف وټاکه.

دا د افغان لوبډلې درېیمه پرله‌پسې بریا ده.

د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۴۸، رحمن‌الله ګربز ۴۰، کریم جنت ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو لوبډله د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، د پینځو لوبغاړو په زیان او د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۶۶ منډې وکړې او د څلورو منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دا دویمه لوبه ده، چې افغانستان یې په روانه لوبلړۍ کې له متحده عربي اماراتو څخه ګټي.

افغان اتلانو په لومړۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو تر منځ روانه ده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره هم دوې لوبې کړې، چې لومړۍ یې بایللې او په دویمه کې یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دې درې اخیزې لوبلړې پایلوبه به سبا (یکشنبه، د وږي ۱۶مه) د افغانستان او پاکستان تر منځ وشي.