د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه، په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یو شمېر پانګوالو شرکتونو تر منځ د ۹ زره او ۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو هوکړې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید قراردادونه لاسلیک شول.
پردې سربېره د اوزبیکستان او د افغانستان برېښنا شرکت تر منځ هم د ۲۵۰ میلیونه ډالرو پر پانګونې د سرخان پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د دښت الوان سب سټېشن پراختیا، د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دې سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.

