د هېواد د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د پنجشنبې په ورځ د يوه پلاوي په ملتیا، چې د اپراسیون ریاست د پلان او همغږۍ مرستیال او د ستر درستیز د انجنیرۍ ریاست مرستیال پکې شامل وو، د کونړ ولایت خاص کونړ او نورګل ولسواليو ته سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال لوی درستیز لومړی د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لوا په لومړي کنډک کې د کونړ له والي مولوي قدرتالله ابوحمزه او یو شمېر ملکي او نظامي مسولینو سره وکتل.
نوموړي د هېواد د هوايي ځواکونو د پیلوټانو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي: “تاسې زموږ د هېوادوالو د ژغورلو په برخه کې فعاله او ارزښتمنه ونډه لرلې ده.”
وروسته ښاغلي فطرت او مل پلاوي نورګل ولسوالۍ ته سفر کړی. د پېښې له ځای څخه د ليدنې تر څنګ یې له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز مقام له لوري له لس میلیونه افغانیو ډېره نغدې مرسته له ۱۱۰۰ څخه پر زياتو زلزلهځپلو کورنیو وېشل شوې ده.
قاري محمد فصیح الدین فطرت په پای کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواکونو د پیلوټانو له همکارۍ څخه، چې په لنډ او کم وخت کې د پېښې ځای ته رسېدلي وو، مننه کړې او د سیمې خلکو ته یې ډاډ ورکړی، چې ملي اسلامي اردو به پخپلو ټولو امکاناتو د هېوادوالو خدمت کوي.

