ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان برېښنا شرکت په نوښت د پانګونې د جذب او ملاتړ په کنفرانس کې له ملي او نړیوالو پانګوالو سره د برېښنا او تجهیزاتو د تولید تر څنګ د مالي همکاریو ۱۸ هوکړې او تړونونه لاسلیک کړل.
په دې هوکړو او تړونونو کې د شاوخوا ۱۰ زره مېګاواټه په ظرفیت د لمریزې، ګازي او د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا تولید، د سب سټېشنونو او شبکو پراختیا، د برېښنايي تجهیزاتو تولید او د بانکي مالي ملاتړ د همکاریو پروژې شاملې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت په نوښت د برېښنا انرژۍ په برخه کې د پانګونې را جلبولو او ملاتړ په جوړ شوي ملي کنفرانس کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نور الحق انور، د کابېنې یو شمېر غړو، د اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو د برېښنا وزیرانو او مسولینو، پر ملي پانګوالو سربېره د ۲۲ هېوادونو پانګوالو، د رسنیو استازو او د(UNDP) مرستیالې ګډون کړی و.
په دې دوه ورځني کنفرانس کې به د ډلهییزو ناستو تر څنګ، د برېښنا د فرصتونو پر پېژندنه، ستونزو ته د حللارو پر موندلو او پانګوالو ته د اسانتیاوې پر رامنځته کولو هر اړخیزې خبرې وشي.

