ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ايران ترمنځ د ورېښمو پُل د هر ډول تګ او راتګ پرمخ پرانیستل شو

د نیمروز ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د افغانستان او ايران ترمنځ د ورېښمو پُل د هر ډول تګ او راتګ پرمخ پرانیستل شو.

د دې دفتر په وینا، دغه لار د یوې اونۍ راهیسې د ایران له لوری تړل شوې وه، چې د نيمروز ولايت مقام او ايراني مسولينو له خبرو وروسته اوس د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستې ده.

 دغه دفتر زیاتوي، چې د نیمروز ولایتي اداره د ایراني له مسولینو سره د ښې همغږۍ، د سرحدي ستونزو د حل، او د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره جدي هڅې کوي.