پرون (شنبه، د وږي ۱۵مه) زرګونه کسانو د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې د ملي ګارد د ځای پر ځای کولو پر ضد لاریون کړی.
ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې د واشنګټن پر سړکونو د ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، لاریونوالو د ټرمپ پر ضد شعارونه ورکول او “ټرمپ باید همدا اوس لاړ شي”، “واشنګټن ډيسي ازاد کړئ” او نور پوسټرونه یې له ځان سره لېږدول.
ټرمپ څه موده وړاندې په واشنګټن کې د جرم او جنایت بېړنی حالت اعلان کړی او په دې ښار کې یې د ملي ګارد ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
دې کړنې د یاد ښار د ډېری اوسېدونکو غوصه پارولې ده.

