ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې په تېره نږدې دوه کلنه جګړه کې هر ساعت یو فلسطینی ماشوم شهید شوی

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سِو ده چېلډرن) ویلي، چې په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نږدې دوه کلنې جګړې پر مهال له ۲۰ زره زیات فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د دې شمېرو پر بنسټ په منځنۍ کچه هر ساعت په غزه کې یو فلسطینی ماشوم شهید شوی دی.

دې سازمان خبرداری ورکړی، چې که نړیواله ټولنه د جګړې د پای ته رسولو په موخه اقدام ونه کړي، په غزه کې به د ماشومانو ټول نسل له‌منځه ولاړ شي.

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یو ځل بیا پر اوربند او بشري مرستو ته په سملاسي لاسرسي ټینګار کړی دی.