ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبداللطیف منصور او د ترکمنستان د انرژۍ وزیر لیدنه؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر اننه ګیلدي سپروف، د “ټاپ ” نړیوالې پروژې له ریيس مراد ارتیکوف او په کابل کې مېشت د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو د پراخولو په ځانګړې توګه له ترکمنستان څخه کابل ته د زر مېګاواټه برېښنا لېږد، د “ټاپ 500” پروژې چارو د چټکتیا او د “ټاپي” سترې پروژې د پلي کولو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

ملا عبداللطیف منصور په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړېکو د مخینې یادولو ترڅنګ، د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د اړینو همغږیو او همکاریو د رامنځته‌کولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د بشپړ چمتووالي او ژمنې باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان د دوو اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراخولو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ پراختیایي پروژو په برخه کې ژمن دی.

 د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زړه‌بوږنوونکې زلزلې په اړه د خپلې خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب ښاغلي ملا عبداللطیف منصور وړاندې کړل.

نوموړي د افغانستان همکاریو د ستایلو ترڅنګ، د هوکړې شویو پروژو په پرمخ وړلو کې د ترکمنستان بشپړ چمتووالی څرګند کړ او یادونه یې وکړه، چې د برېښنا لېږد نړیوالې پروژې«ټاپ» ( ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان) لومړنۍ چارې په ښه توګه د پرمختګ په حال کې دی.

همدارنګه د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو او همکاریو په پراخولو باندې ټینګار وکړ.

دغه ناسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د رغنده همکاریو د دوام پر ټینګار سره پای ته ورسېده.