له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې لوی رییس ملانور الدین ترابي د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومیا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدن کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا په هېواد کي د ورسیتو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او جاپان یې د افغانستان یو ښه دوست هېواد یاد کړی دی.
نوموړي د خپلو کړو مرستو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې به دوام وکړي، څو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.
ښاغلي سفیر د یادې ادارې د لوی رییس څخه مننه کړې، چې تل یې د موسسو سره همکارې کړې او زیانمنو کورنیو ته یې په روڼتا سره مرستي رسولي دي.
ښاغلي ترابي سفیر او مل پلاوي ته ښه د راغلاست ویلو ترڅنګ، له دوی یې مننه کړې، چې د کونړ ولایت له زلزلهځپلو کورنیو سره یې مرسته کړې ده.
همدارنګه د دواړو لوریو لهخوا له پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې پر لاستهراوړنو او ستونزو ګډې خبرې شوي او ټینګار شوي، چې په افغانستان کې ډېر خلک د غربت او بېوزلۍ سره مخ دي، بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري او یادونه شوې، چې دغه مرستې باید بشپړ بشري بڼه ولري، سیاسي اړخ ورنکړل شي.
ښاغلي ترابي د جاپان هېواد له مرستو څخه مننه کړې او د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
دغهراز دغونډي په ورستیو کې پر ګډو همکاریو ټینګار شوی دی.

