ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون (یکشنبه، د وږي ۱۶مه) د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې لږ‌ تر‌ لږه ۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي. له دې جملې ۴۹ کسان یوازې د غزې په ښار او شمال کې شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ اسرائیلي عسکرو د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د دې تړانګې سویل ته دې کډوال شي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، شاوخوا یو میلیون وګړي د غزې ښار په شاوخوا سیمو کې ژوند کوي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله به سخت ناروین رامنځته شي.

که څه هم چې د غزې سویل خوندي سیمه اعلان شوې، خو بیا هم پرله‌پسې بریدونه پرې شوي دي.

صهیونیستي یرغلګرو د غزې ښار د نیولو په موخه بریدونه پراخ کړي او هڅه کوي، چې د دې ښار شاوخوا یو میلیون اوسېدونکي په زور د غزې تړانګې سویلي سیمو ته کډوال کړي.

همدارنګه د غزې اوسېدونکي د تحمیل شوې لوږې او قحطۍ له امله له سخت بشري ناروین سره مخ دي. تر پرون یکشنبې پورې په ۲۴ ساعتونو کې د درېیو ماشومانو په شمول پینځو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.

د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پيل راهیسې ۳۸۷ فلسطینیان د لوږې له امله شهیدان شوي، چې ۱۳۸ یې ماشومان دي.