ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر له یو شمېر علماوو او د پوهنتون له استادانو سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له یو شمېر علماوو او د پوهنتون له استادانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې علماوو او استادانو د اسلامي امارت له لوري د راستنېدونکو او زلزله‌ځپلو هېوادوالو د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې افغان ولس د اړمنو د لاسنیوي له لارې خپل یووالی او له حکومت سره همکاري ثابته کړه.

دوی د ټولنې د کلتوري ودې او د ځینو شته ستونزو د حل لپاره خپل وړاندیزونه له وزیر سره شریک کړل.

همدارنګه د نیمروز په پوله له ایران سره د راستنېدونکو افغانانو د وضعیت او د هغوی پر وړاندې د خنډونو او ستونزو په اړه شکایتونه هم وړاندې شول.

مولوي عبدالکبیر د علماوو او استادانو د هڅو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د راستنېدونکو او اړمنو افغانانو لاسنیوی د اسلامي امارت د مهمو دندو څخه دی.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي نظام د ولس په همکارۍ توانېدلی، زلزله‌ځپلو او راستنېدونکو ته مناسب خدمتونه ورسوي.

دغه‌راز مولوي عبدالکبیر د علماوو او استادانو وړاندیزونه مهم وبلل او یادونه یې وکړه، چې اسلامي نظام د علماوو او ولس مشورو ته اړتیا لري.