ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې شپږمه غونډه؛ د اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې درېیم فاز د استملاک غوښتنه تایید شوه

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې شپږمه غونډه کې د هېواد په لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث او پریکړې وشوې.

په دې غوڼده کې د ټولګټو وزارت له لوري د اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تایید شوه او په هېواد کې د پټلۍ په برخه کې یو ښه پرمختګ وبلل شو.

همدا راز د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس امارتي ادارو ته په پینځوس سلنه تخفیف تایید شو، چې په دې سره به کارونو کې ګړندیتوب رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث وروسته د خیر په دعا پایته ورسېده.