ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برېښنا او ملي پراختیا شرکتونو رییسانو په ملي پروګرامونو کې د ګډ کار پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر د ملي پراختیا شرکت له رییس انجنیر عبدالرحمن عطاش سره په لیدنه کې د بېلابېلو ګډو اړخونو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په هراړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې ده، چې د هېواد ملي پروګرامونو کې به په ګډه کار کوي.

دغه‌راز ښاغلي ډاکټر عبدالباري عمر د ملي پراختیا شرکت له لوري د هېواد لویو پراختیايي پروژو پلي کولو برخه کې د انجنیر عبدالرحمن عطاش هڅې ستایلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري، د برېښنا برخه کې د پانګونې جذب او ملاتړ اړوند لوی کنفرانس له جوړولو وروسته؛ ملي او نړیوالو لویو پانګوالو له بېلابېلو سرچېنو د برېښنا تولید برخو کې پانګونې کړي دي، چې دا مهال پر ګڼو پروژو چټک کار روان دی.